Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سترې محکمې رییس: قضات دې له خلکو سره له غوسې ډک چلنده ډډه وکړي

کابل (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۴): د سترې محکمې ریيس د محاکمو مسوولينو ته په خطاب کې ویلي، فيصلې دې په کوچنيو تېروتنو نه نقضوي څو د دعوې د طرفينو د سرګردانۍ مخه ونيول وشي او قضات دې خلکو ته لارښوونې وکړي او له غوسې ډک چلنده دې ډډه وکړي.

د سترې محکمې خبرپاڼه کې راغلي چې قاضي‌القضات شېخ عبدالحکيم حقاني نيمروز ولايت ته سفر کړی او هلته یې له مسوولینو سره په لیدنه کې یادې څرګندونې کړې دي.

ده ویلي، د مرافعه محکمې قضایي غړي دې د ابتدائیه محاکمو له قضایي غړو سره په قضایي او اداري چارو کې ښې اړيکې ولري، ابتدائیه محاکم دې هڅه او کوښښ کوي چې ورلېږل شوې دوسيې د شريعت، اصولو، فرامينو، احکامو او متحدالمالونو مطابق حل او فصل کړي څو يې صادرې شوې فيصلې د لوړو محاکمو له خوا نقض نه شي.

هغه ټينګار وکړ چې مرافعه محکمه دې د ابتدائيه محاکمو پرېکړې په هغه صورت کې نقضوي چې شریعي او لويې اداري نیمګړتياوې ولري، فيصلې دې په کوچنيو تېروتنو نه نقضوي څو د دعوې طرفينو د سرګردانۍ مخه ونيول وشي.

ده زیاته کړې، د محاکمو قضایي او اداري غړي دې د دعوې له طرفينو سره ښه چلند وکړي او د اصولو مطابق که رهنمایۍ ته اړتيا لري، رهنمایي دې ورته کوي.

حقاني زیاته کړې: «قاضي او مفتي دواړه مسوول او مکلف دي چې کومې دوسيې ته رسېدنه کوي د هغه په اړه دقيقه څېړنه او تحقيق وکړي، کله چې د دوسيې جریان ورته واضح او معلوم شو، بيا دې په اړه فيصله وکړې، زموږ اکثريت هېوادوال په لرې پرتو سيمو کې ژوند کوي او د قضاء اصول ورته معلوم نه وي، نو بناءً قضات دې له هغوی سره له غوسې ډک چلند څخه ډډه وکړي او ښه چلند دې ورسره وکړي.»

ده دغه راز د محاکمو مسوولینو ته په خطاب کې ویلي، کله چې نظامي مسوولين يو متهم محکمې ته راولي، نو قضات دې ترې پوښتنه وکړي چې متهم کس یې چېرته، څنګه، په کوم حالت او په څه جرم نیولی دی، د موضوع اړوند دې له مسوول کس پوره معلومات وشي، ورپسې د موضوع په اړه خپله هم تحقيق وکړي او بیا دې وروسته فيصله وکړي.

د سترې محکمې رییس زیاته کړې، کله چې يو شکمن کس د نظامي مسوول له خوا محکمې ته راوړل شو، معلومات يې وشول او قاضي له تحقيق وروسته ډاډه شو چې یاد کس بې‌ګناه دی، هغه دې ژر نه خوشي کوي، د محاکمو د اصولو مطابق دې په اړه قضایي قرار صادر کړي څو یاد عمل د امنيتي ادارو او محاکمو ترمنځ د اړيکو، باور او اعتماد فضا رامنځته کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.