کابل (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۴): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو د وزیر اسحاق ډار په مشرۍ یو پلاوی سبا د اسلامي امارت له لوړپوړو چارواکو سره د لیدنو په موخه کابل راځي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ټاکل شوې د دغه هېواد د لومړي وزیر د مرستیال او د بهرنیو چارو د وزیر اسحاق ډار په مشرۍ یو پلاوی سبا کابل ته ولاړ شي.
ورته مهال، د یاد وزارت ویاند شفقتعلي خان ویلي، دغه پلاوی به د اسلامي امارت له رییسالوزرا، اقتصادي مرستیال او د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په لیدنو کې پر دوه اړخیزو اړیکو، امنیت، سوداګرۍ او سیمهییز اتصال خبرې اترې وکړي.
دغه پاکستانی پلاوی داسې مهال کابل ته د راتګ نیت لري چې همدا اوس د اسلامي امارت د صنعت او سوداګري وزارت د سرپرست په مشرۍ افغان پلاوی په پاکستان کې د دغه هېواد له چارواکو سره په لیدنو بوخت دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP