Language

هلمند کې د ترافیکي پېښې له امله شپږ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

لښکرګاه (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۴): د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ عبدالباري راشد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پېښه تېره ماښام د ګرمسېر ولسوالۍ اړوند د کوشتې په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې یو فیلډر موټر د بغرا ویالې ته ولوېد.

هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

راشد وویل چې د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې‌احتیاطي بلل شوې ده.