Language

کاپیسا کې یوه کس خپله مېرمن او دوه نور کسان په ډزو وژلي

محمودراقي (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۴): د کاپیسا امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په اله‌سای ولسوالۍ کې یوه تن د خپلې مېرمنې په ګډون درې تنه په ډزو وژلي دي.

د کاپیسا امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو امریت د خبرپاڼې له مخې، د دغه ولایت د اله‌سای ولسوالۍ په بهادرخېل کلي کې تېره ورځ ناوخته یوه پېښه رامنځته شوې چې له امله یې درې تنه وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې د یادې سیمې یوه اوسېدونکي کفایت‌الله لومړی د مهربان په نوم یو تن او د هغه زوی او وروسته خپله مېرمن د کلاشنیکوف په ډزو وژلي دي.

خبرپاڼه کې راغلي: «نوموړي خپل ځان هم د چپې اوږې له ناحیې د ډزو په واسطه زخمي کړی و چې د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو او متهم کس پر خپل جرم هم اعتراف کړی.»

امنیه قوماندانۍ د جزییاتو له ورکولو پرته لیکلي چې دغه پېښه د کورنۍ ستونزو له امله رامنځته شوې او د پیښې په ټراو څېړنې روانې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.