Language

بغلان کې د یوې ښځې په ګډون درې کسان وژل شوي

پلخمري (پژواک، ٣١ وری ۱۴۰۴): تېره شپه د بغلان په خنجان ولسوالۍ کې یوه سړي د خپلې مېرمنې په ګډون د کورنۍ درې غړي وژلي دي.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په راستول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، تېره شپه اووه بجې د خنجان ولسوالي «تل چهارباغ» کلي کې د عبدالله په نوم یوه کس خپله مېرمن، ورور او وراره وژلي دي.

سرچینې، د وژل شوو کسانو د خپلوانو له قوله له جزییاتو پرته لیکلي، یاده پېښه د کورنۍ شخړې له امله رامنځته شوې ده.

خبرپاڼه کې لیکل شوي، تورن کس له سیمې تښتېدلی خو پولیسو یې د نیولو هڅې پیل کړې دي .