Language

د افغانستان له ۱۹ کلنو د کم‌عمره ځوانانو کرکټ ملي لوبډله هېواد ته راستنه شوه

کابل (پژواک، د غویي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د افغانستان له ۱۹ کلنو د کم‌عمره ځوانانو کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالیو ته له لار موندې وروسته نن سهار بېرته هېواد ته راستنه شوه.

د افغانستان له ۱۹ کلنو د کم‌عمره ځوانانو کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالیو ته له لارموندنې وروسته نن سهار بېرته هېواد ته راستنه شوه.

د افغانستان په ګډون د پنځو هېوادونو عمان، نیپال، هانګ کانګ او د متحده عربي اماراتو د لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام ته د لارموندنې دغه سیالۍ نیپال کې ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې افغان لوبډلې په خپلو درېیو لومړیو لوبو کې عمان، هانګ کانګ او متحده عربي اماراتو لوبډلو ته ماتې ورکړه او ټاکل شوې وه چې له نیپال سره لوبه ترسره کړي خو په لوبغالي کې د دوامداره ورښت له امله ترسره نه شوه.

دا چې په یادو سیالیو کې د نیپال له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلې هم درې لوبې ګټلې وې خو افغان لوبډلې د زیاتو امتیازونو «لوړ نیټ‌رن ریټ» په لرلو سره د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالیو ته لار پیدا کړه.

ټاکل شوې چې د کرکټ نړۍوالې شورا د ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبغاړو ۵۰ اووریزه نړۍوال جام سیالۍ د راتلونکي ۲۰۲۶ کال په لومړیو میاشتو کې په نمیبیا او زمبابوې هېوادونو کې ترسره شي.