Language

میدان‌وردګو کې خلکو یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو لپاره ۱۲ جریب ځمکه وقف کړه

میدان‌ښار (پژواک، د غویي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د میدان‌وردګو پوهنې ریاست وایي چې د دغه ولایت چک ولسوالۍ کې خلکو یوې عالي لېسې ته د معیاري ودانۍ، انګړ او زرغونې ساحې جوړېدو په موخه څه باندې ۱۲ جریب ځمکه وقف کړې ده.

د میدان‌وردګو د پوهنې ریاست پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یاد ولایت د چک ولسوالۍ په ابګذار سیمه کې د مانجرخېل او بوستان‌خېل کلیو خلکو د «ابګذار عالي لېسې» په نوم ښوونځي ته څه باندې ۱۲ جریب ځمکه وقف کړې ده.

سرچینې لیکلي چې د لوګر ولایت د پوهنې رییس مولوي محمدعثمان حریت د یادو دوو کلیو د خلکو له همکارۍ مننه کړې او دغه اقدام یې د راتلونکو نسلونو د ښې روزنې لپاره ګټور ګام بللی دی.

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، یاد ښوونځی له دې مخکې د معیاري ودانۍ، انګړ او زرغونې ساحې لپاره د اړینې ځمکې له نشتوالي سره مخ و چې د ښوونکو، دیني علماوو او سپین‌ږیرو په هڅو دغه ځمکه ښوونځي ته ځانګړې شوه.

د یادونې ده، له دې مخکې هم د میدان‌وردګو په بېلابېلو سیمو کې خلکو د پوهنې ریاست اړوند ښوونیزو مرکزونو ته وړیا ځمکې وقف کړې دي.