Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لغمان قرغیو ولسوالۍ کې دوه وروڼه د کانګو پر ناروغۍ اخته شوي

مهترلام (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۴): د لغمان د کرنې ریاست مسوولین وایي، قرغیو ولسوالۍ کې یې د کانګو «وينه بهوونکې» ساري ناروغۍ دوه مثبتې پېښې ثبت کړې دي.

د لغمان د کرنې ریاست د مطبوعاتو مسوول محمدسردار زیار پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ د قرغیو ولسوالۍ اړوند د چهارباغ د نجارانو کلي کې دوه وروڼه د کانګو «وینه بهوونکې» پر ساري ناروغۍ اخته شوي دي.

هغه وویل: «زموږ د مالداري برخې صحي ټيم د یادې ساري ناروغۍ د مخنیوي په خاطر سیمې ته تللی دی چې د یاد کلي مالدرانو ته د تب کانګو (CCHF) ناروغۍ د مخنیوي، د څارویو د اوسېدو ځایونو د هر ډول پرازيټونو د له منځه وړولو لپاره د عامه پوهاوي ترڅنګ عملي دواپاشي ترسره کړي.»

ورته مهال، پر یادې ناروغۍ د اخته شوو ځوانانو پلار احمدزي وویل، دواړه زامنو یې لومړی تبه لرله او بیا یې پر بدن یو ډول دانې راپورته شوې خو د ډاکترانو تر کتنې وروسته معلومه شوه چې هغوی پر کانګو اخته شوي دي.

د یادونې ده، کانګو یوه ساري ناروغي ده چې له څارویو څخه انسانانو ته انتقالېږي او که په وخت یې درملنه ونشي، د انسان د مرګ سبب کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.