Language

نورستان کې «یږ» پر دوو کسانو برید کړی او وژلي یې دي

پارون (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۴): د نورستان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په دواب ولسوالۍ کې د «یږ» په نوم یو وحشي ځناور پر دوو کسانو برید کړی او دواړه یې وژلي دي.

د نورستان د امنیه قوماندانۍ ویاند غلام رحمن حیدري پژواک خبري آژانس ته وویل، چې د دواب ولسوالۍ د ژونیا درې اړوند د کونډا کلي دوه تنه درې ورځې وړاندې د مرخیړیو ټولولو لپاره یوې لوړې څوکې ته ختلي وو.

نوموړی زیاتوي، چې په یاد ځای کې پر دوی د «یږ» په نوم یو وحشي ځناور برید کړی، چې له امله یې دواړه کسان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

Related Topics