Language

د افغانستان بانک راتلونکې شنبه ۱۵ میلیونه امریکایي ډالر لیلاموي

کابل (پژواک، ۴ غويی ۱۴۰۴): د افغانستان بانک وايي، راتلونکې شنبه (د غويي ۶مه) د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیونه امریکایي ډالر لیلاموي.

یاد بانک نن پر خپله اېکس‌پاڼه له سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او د پولي خدمتونو په شرایطو برابرو شرکتونو غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

سرچینې لیکلي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

Related Topics