هرات (پژواک، ۳ غویی ١٤٠٤): هرات کې یو شمېر متشبثینې وايي چې له ښځو د ځینو نړۍوالو ملاتړکوونکو بنسټونو او په هېواد کې د ځینو بشري پروژو لغو کېدل په دغه ولایت کې د ښځو پر سوداګرۍ او کاروبار منفي اغېز کړی دی.
د لاسي صنایعو، جامو تولید برخو او نورو کوچنیو سوداګریو کې بوختې فعالې مېرمنې د پژواک خبري اژانس له خبریال سره په خبرو کې ویلي چې د نړۍوالو بنسټونو د مالي ملاتړ په ځنډېدو سره د ځینو کارخونو مسوولین اړ کړي چې خپل کاري ځواک کم او یا په بشپړه توګه رخصت کړي.
۴۸ کلنې لیلما جهانګیر چې د غالۍ اوبدلو برخه کې فعالیت لري پژواک ته وویل، دوه کاله مخکې د یوه نړۍوال بنسټ په ملاتړ وتوانېد د غالۍ اوبدلو یوه کارګاه د څه باندې ۴۰ کارکوونکو په درلودو فعاله کړي، خو اوس چې ملاتړ نشته، یوازې ۱۶ مېرمنې په دې کارګاه کې پاتې دي.
جانګیر په خپله کارګاه کې د کارکوونکو کمولو یو لامل د نړۍوالو او د ښځو ملاتړو بنسټونو د مرستو بندېدل بولي او د دغو بنسټونو د فعالیت پر بیا پیلېدو ټینګار کوي.
هغې زیاته کړه چې کورنیو غالیو په افغانستان کې له تېر وخت راهیسې خپل مینهوال له لاسه ورکړي او له غالۍ اوبدونکو ښځو ملاتړو بنسټونو هم اوس خپل ملاتړ ځنډولی دی.
ورته مهال، یو شمېر نورې بوختې او متشبثې ښځې هم د نړۍوالو بنسټونو او هغو بنسټونو چې د امریکا له لوري تمویلېدل، د مرستو پر بیا پیلېدو ټینګار کوي او وايي چې امریکا باید بشري مرستې، په ځانګړې توګه له ښځو ملاتړ د خپل سیاست برخه ونه ګرځوي.
د جامو د تولید د یوې کارګاه مسوولې مسلمې حاجيزاده وویل، د امریکا د بهرنیو مرستو په بندېدو سره په افغانستان کې د ځینو نړۍوالو بنسټونو فعالیت هم بند شوی چې له امله یې د افغان ښځو او نجونو کاروبار هم اغېزمن شوی دی.
هغې وویل چې په اوسنیو شرایطو کې ښځو او نجونو ته په هېواد کې د زدهکړو او په دولتي ادارو کې د کار برخه کې ځیني محدودیتونه شته او که په هېواد کې د ښځو د ملاتړو نړۍوالو بنسټونو فعالیت هم بند شي، افغان مېرمنې تر پخوا ډېرې زیانمنیږي.
هغې زیاته کړه چې د خپلې تولیدي کارګاه په جوړولو سره یې له تحصیله پاتې ډېرو نجونو او دغهراز کونډو ښځو ته د کار او کسب زمینه برابره کړې وه، خو اوس اندېښمنه ده چې څرنګه خپل کار ته له مالي ملاتړ پرته دوام ورکړي او د خپلو کارکوونکو ملاتړ وکړي.
فاطمه نوري یوه بله مېرمن چې د خپلې کورنۍ لګښت د غالۍ اوبدنې له لارې تامینوي وایي چې د غالۍ اوبدنې حرفه یې ډېر مخکې زده کړې، خو اوس یې چې کارګاه جوړه کړې، د خپل فعالیت د دوام لپاره ملاتړی نه لري.
هغه له نړیوالو بنسټونو غواړي څو د افغانستان د ښځو ملاتړ وکړي.
نوري وویل، که نړیوال بنسټونه او موسسې له متشبثو او سوداګرو ښځو ملاتړ وکړي، د ښځو فعالیت به وغوړیږي او وبه کولای شي پر خپلو پښو ودریږي.
ورته مهال، د هېواد په لویدیځه حوزه کې د سوداګرۍ او صنعت خونې مسوولینو هم د نړیوالو بنسټونو د فعالیتونو درېدو په ځانګړي له سوداګرو او بوختو ښځو ملاتړ لپاره اندېښنه ښودلې ده.
دوی وایي، که د دغو بنسټونو فعالیتونه بیا پیل نه شي، ښایي ډېرې ښځې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره چې د لاسي صنایعو او کوچنيو سوداګرۍ کې درلود لاس واخلي.
د دې خونې رییسه بهناز سلجوقي وایي، د نجونو پر زدهکړو، تحصیل او کار له محدویتونو وروسته کوچنیو سوداګریو او لاسي صنایعو ته د ښځو او نجونو لېوالتیا ډېره شوې؛ هغه داسې چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې په لوېدیځه حوزه کې په کاروبارونو کې د ښځو ونډه اتیا سلنه ډېره شوې ده.
د هغې په خبره، خو اوس چې د نړیوالو بنسټونو او موسسو ملاتړ په افغانستان کې درېدلی، دې چارې په کار بوختې ډېرې ښځې او نجونې اندېښمنې کړې دي.
هغه زیاتوي، ډېرو دغو ښخو په ډېرو کمو پیسو کاروبارونه پیل کړي او اوس هغوی نړیوالو ملاتړو بنسټونو ته اړې دي.
د یادونې ده، د امریکا د ولسمشر په توګه د لوړې له مراسمو وروسته ډونالډ ټرمپ یو اجرائیوي فرمان صادر کړ چې د نړۍوالو بنسټونو فعالیتونه او د هغوی مالي ملاتړ یې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډاوه.
د دغه اجرائیوي فرمان له پلي کېدو سره سم، د امریکا له خوا تمویلېدونکې ځینې پروژې نه یوازې په افغانستان، بلکې په نورو هېوادونو کې هم وځنډول شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP