Language

المان د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد بهیر د لنډ وخت لپاره وځنډاوه

کابل (پژواک، ۴ غویی ۱۴۰۴): د المان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغان کډوالو د لېږد بهیر یې د لنډ وخت لپاره ځنډولی دی.

رویټرز اژانس راپور ورکړی چې یاده پرېکړه د المان د راتلونکې حکومت د جوړېدو او د کډوالو په اړه د نوو سیاستونو ټاکلو په موخه شوې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، اوسمهال په پاکستان کې ۲۶۰۰ افغانان وروسته له هغه چې د المان دولت له لوري دغه هېواد ته د لېږدولو لپاره منل شوي، یوازې د ویزو په تمه دي.

دا په داسې حال کې ده چې المان تېره اونۍ ۱۳۸ افغان کډوال په یوه الوتنه کې د پاکستان له پلازمېنې اسلام‌اباده دغه هېواد ته ولېږدول.