Language

هلمند کې څاه ته لوېدلی ماشوم وژغورل شو

لښکرګاه (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۴ ): هلمند کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په باباجي ولسوالۍ کې یوې۵۰ متره ژورې څاه ته لوېدلی دوه کلن ماشوم ژغورل شوی دی.

د هلمند د ۲۱۵ عزم قول‌اردو مطبوعاتي دفتر په یو خپره شوي خبرپاڼه کې ویلي، تيره شپه د دغه ولايت په باباجي ولسوالۍ کي یو دوه کلن ماشوم ۵۰ متره ژورې څاه ته لويدلي و چي د ملي دفاع وزارت د ژغورنې ټيم په رارسېدو سره د نيم ساعت په موده کې ژوندی راويستل شو.

 سرچینې د ماشوم روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودلی دی.