Language

جلال‌اباد کې یوې ښځې له خپلو دوو ماشومانو سره ځان سیند ته غورځولی
ارشیف

جلال‌اباد (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۴): د ننګرهار د مرکز جلال‌اباد ‌ښار د درونټې ساحه کې یوې ښځې له خپلو دوو ماشومانو سره ځان سیند ته غورځولی؛ ښځې او یوه ماشوم یې ژوند له لاسه ورکړی او بل ماشوم ژغورل شوی دی.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند سیدطیب حماد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن غرمه مهال د جلال‌اباد ښار اوومې ناحیې اړوند درونټې سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه، په یاده سیمه کې یوې ښځې له خپلو دوو ماشومانو سره ځان سیند ته غورځولی، ښځې او یوه ماشوم یې ژوند له لاسه ورکړی او بل ماشوم ژغورل شوی دی.

د نوموړي په خبره، ژغورل شوی ماشوم تر درملنې لاندې دی.

حماد وویل چې د پېښې لامل تر اوسه نه دی څرګند خو امنیتي ځواکونو یې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

د یادې سيمې یو اوسېدونکی هم وایي چې په دغه سیمو کې د یادې ښځې او ماشوم مړي د امنیتي ځواکونو له لوري له اوبو را وایستل شوي خو د پېښې د لامل په اړه نه پوهېږي.