Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یو شمېر وزارتونو او ادارو کې نوې ګومارنې شوې

کابل (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۴): د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي، په یو شمېر وزارتونو، ادارو او ولایتونو کې نوې ګومارنې شوې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دا ټاکنې د امیرالمؤمنین د حکم پر اساس شوې دي.

هغه لیکلي، د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو مخکنی عمومي رییس ملا شېرمحمد شریف د زابل ولایت د والي په توګه، د زابل ولایت مخکنی والي مولوي حزب‌الله افغان د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو د عمومي رییس په توګه، د تخار ولایت مخکنی امنیه قوماندان ملا جان‌محمد حمزه د کابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د رییس په توګه او د سرپل د استخباراتو مخکنی ريیس مولوي سیف‌ﷲ د بلخ د حیرتان بندر د کمېسار په توګه ټاکل شوي دي.

مجاهد دغه راز زیاته کړې چې د کابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ مخکنی رییس مولوي عبیدﷲ د بلخ ولایت د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو د رییس په توګه او د حیرتان بندر مخکنی کمېسار مولوي حسین ﷲزاهد د جوزجان ولایت د آقچې د ولسوال په توګه ټاکل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.