Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ژغورنې نړی‌والې کمېټې په افغانستان کې خپل ځیني فعالیتونه ځنډولي دي

کابل (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۴): د ژغورنې نړی‌واله کمېټه وایي چې د امریکا د مالي مرستو د کمېدو له امله دوی اړ شوي څو په افغانستان  کې خپل ځیني خدمات وځنډوي، خو د افغانستان له خلکو ملاتړ ته ژمن دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د تېر کال د سلواغې میاشتې په ۲مه د لوړې له مراسمو وروسته د امریکا د بهرنیو مرستو درېدو فرمان لاسلیک کړ چې افغانستان هم دغه فرمان کې شامل دی.

د ژغورنې نړی‌والې کمېټې په راپور کې راغلي، دمګړۍ شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانان مرستو ته اړتیا لري چې د هغو ملاتړ له خطر سره مخ دی او د مرستو درېدا د ټولنې پر زیان‌منونکو، په ځانګړي ډول پر ښځو او ماشومانو بدې اغېزې لرلي دي.

دغه راپور کې راغلي چې د ژغورنې نړی‌والې کمېټې د ۱۹۸۰ کال څخه راپدېخوا خپلې حیاتي مرستې افغانانو ته وړاندې کړي خو اوس دغه پروګرامونه ځنډیلي دي.

د ژغورنې نړی‌والې کمېټې له جزئیاتو پرته ویلي چې د امریکا د مالي مرستو کمېدو له امله اړ شوي څو په افغانستان کې خپل حیاتي خدمات وځنډوي.

خو دغه کمېټه زیاتوي چې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن دی.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي هم د امریکا مرستو درېدو ته اندېښنه ښودلې او له دغه هېواده یې غوښتي وو څو خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.