Language

لوګر کې د یوې ترافیکي پېښې له‌ امله درېیو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

پل‌علم (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۴): مسوولین وایي چې د کابل – لوګر پر لویه لاره د مرکز پل‌علم اړوند «کلنګار» سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه نن هغه مهال رامنځته شوې چې یو فروتېنر ډوله موټر د لوړ سرعت له امله له سړکه وتلی او چپه شوی دی.

هغه زیاته کړه، پېښه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، د پېښې ټپيان د امنیتي ځواکونو له لوري د لوګر ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او دغه پېښه د موټر چلوونکي د ګړندي تګ او بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

هېره دې نه وي چې په دې ورستیو کې د کابل – لوګر پر لویه لاره ترافیکي پېښې زیاتې شوې دي او مسؤولین د یادو پېښو د زیاتوالي لامل د موټر چلوونکو ګړندی تګ او بې‌احتیاطي په ګوته کوي.

Related Topics