Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند کې شپږ روغتیایي مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

لښکرګاه (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۴): د هلمند د عامې روغتیا مسوولین وایي، د دغه ولایت په سنګین او کجکي ولسوالیو کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت شپږ روغتیايي مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د هلمند ولایت د عامې روغتیا رییس مولوي فضلي‌احمد شفیع پرون د یادو روغتیایي مرکزونو د پرانیستې مراسمو کې وویل، د دغو شپږو روغتیايي مرکزونو له جملې درې یې د سنګین ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې دي چې د افغان روغتیایي موسسې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یونیم کال په موده کې جوړ شوي دي.

نوموړي وویل، درې نور روغتیايي مرکزونه بیا په کجکي ولسوالۍ کې جوړ شوي چې پر هر یوه یې شپږ میلیونه افغانۍ لګښت شوی دی.

هغه وویل: «یاد روغتیایي مرکزونه د مور او ماشوم او خوارځواکه ماشومانو په برخه کې فعالیت کوي چې په دې سره به د یادو ولسوالیو د هغه سیمو د خلکو ډېري ستونزې هوارې شي چې له دې وړاندې ورسره مخ وو.»

د نوموړي په خبره، دغه ډول دېرش روغتیايي مرکزونه د هلمند په بېلابېلو ولسواليو کې جوړوي چې شپږ یې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل او پر نورو یې کار روان دی.

ورته مهال، د سنګین او کجکي ولسوالیو اوسېدونکي د یادو روغتیایي مرکزونو په جوړېدو خوښي څرګندوي او غوښتنه کوي چې دغه ډول اسانتیاوې دې لا ډېرې شي.

د سنګین د چرخکانو سیمې اوسېدونکي عبدالقیوم وویل: «زموږ سیمه لویه ده او زیات خلک په‌کې اوسېږي، یو روغتیایي مرکز د خلکو د روغتیا په برخه کې ستونزې نه‌شي حل کولی، زموږ غوښتنه دا ده چې دې ته ورته نور روغتیایي مرکزونه دې هم جوړ شي.»

دغه راز، د کجکي د حاجي‌خېلو سیمې اوسېدونکي اسدالله وویل: «مخکې موږ زیاتې ستونزې لرلې، د مور او ماشوم په برخه کې کوم روغتیایي مرکز چې نن راته پرانیستل شو په دي سره به مو یو شمېر ستونزې هوارې شي.»

د هلمند په دوو شمالي ولسوالیو کې یاد روغتیایي مرکزونه داسې مهال ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي چې د دغه ولایت د عامي روغتیا ریاست د معلوماتو له‌مخې، اوس په هلمند کې سپینې سیمې شته او خلک یې روغتیا برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.