جلالاباد (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۴): د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست په جلالاباد ښار کې د التقوا نړۍوال علمي او څېړنیز کنفرانس د پرانیستې پر مهال وویل چې د علومو ارتقا د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهم او اغېزناک تمامېدای شي.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې نن د یوه خصوصي پوهنتون له لوري «د افغانستان په دوامداره اقتصادي وده کې د کورني اقتصاد رول» تر سرلیک لاندې د التقوا نړۍوال علمي څېړنیز کنفرانس جوړ شو.
په دغه کنفرانس کې د ننګرهار د بېلابېلو ادارو مسوولینو، علمي شخصیتونو، استادانو او دیني علماوو او د لوړو زدهکړو وزارت مسوولینو ګډون کړی او ترڅنګ يې د انګلیستان، اسټرالیا، ایتوپیا، اندونیزیا، هندوستان، ایران، پاکستان او ځينو نورو هېوادونو استازو، څېړونکو او علمي شخصیتونو هم په حضوري او انلاین ډول ګډون لري.
د مسوولینو په وینا، د کنفرانس اصلي موخه د اسلامي اصولو په رڼا کې د کورني اقتصاد د بنسټونو پیاوړتیا، د کورنيو تولیداتو ملاتړ او د ځان بسیاینې پر لارو چارو تمرکز دی.
یاد کنفرانس به درې ورځې دوام وکړي چې د تنظیموونکو په وینا یې چې له امله به یې د علمي څېړنو، اقتصادي پالیسۍ او تطبیقي تجربو ترمنځ اغېزناکه همغږي رامنځته شي.
د لوړو زدهکړو وزیر شیخ ندامحمد ندیم نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل، دا ډول علمي کنفرانسونه او څېړنې کولای شي د علمي شخصيتونو د علومو برخه او د هېواد د اقتصادي ودې برخه کې پرمختګونه رامنځته کړي.
هغه وويل: «د اقتصاد د ودې له لارې به موږ په دایمي ډول له اشغال او پردیو لاسوهنو خوندي شو؛ هیله لرو چې له دې علمي څېړنیز کنفرانس څخه داسې اغېزناک موضوعات وړاندې شي چې د کورني اقتصاد په جوړښت کې رغنده رول ولوبوي، څو افغان ولس له اقتصادي اړخه پیاوړی او خپل صادرات نورو هېوادونو ته ترسره کړي.»
په دغه کنفرانس کې د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبدالطیف نظري وويل، دا چې اوسمهال د هېواد اقتصاد له سترو ګواښونو سره مخ دی، بنسټيز لاملونه يې د تېرې ادارې ناخوالې او سياسي فشارونه او بهرني بنديزونه دي.
خو نوموړی وايي، اسلامي امارت د داخلي تولیداتو ارزښت ته ژمن دی او ورته لومړیتوب ورکوي او زیاتوي چې د دې ډول څېړنیزو کنفرانسونو له لارې به د کورني او ملي اقتصاد د ودې لپاره مؤثرې علمي لارې چارې پیدا شي.
د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی دغه کنفرانس ته د وینا پر مهال وويل، افغانستان په هره برخه کې د خامو موادو شتمن هېواد دی، خو دا خام مواد په ډېره ارزانه بیه نورو هېوادونو ته صادریږي او همدا د افغانانو اولادونه بیا د همدغه هېوادونو د فابریکو لپاره د کار په موخه له قاچاقي لارو سفر ته اړ کېږي.
دی وايي، د اقتصاد رغونه او پرمختګ یوازې هغه مهال رامنځته کېدای شي چې دا ډول علمي څېړنیز کنفرانسونه دوام ومومي او د پایلو پر بنسټ یې عملي ګامونه واخیستل شي.
د دغه علمي او څېړنيز کنفرانس د کوربه – التقوا د لوړو زدهکړو موسسې رییس پوهنیار خوشال جواد وويل، دا چې په کورني اقتصاد کې کرنه، مالداري، کورني تولیدات، واړه کاروبارونه شاملېږي، نو په دې برخه کې د پاليسیو جوړولو لپاره لومړی ګام التقوا اخیستی او پایلې به یې له ذیربطو ادارو سره شریکې شي چې د پاليسیو په جوړښت کې ترې ګټه واخیستل شي.
دغه علمي څېړنيز کنفرانس به درې ورځې دوام وکړي چې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو علمي شخصيتونه او د ځينو هېوادونو څېړونکي او علمي اشخاص به په کې خپلې څېړنيزې مقالې وړاندې کړي چې پايلې به يې په درېیمه ورځ له اړوندو وزارتونو او ادارو سره شريکې شي.