Language

لوګر کې د ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان ټپیان شوي

پل‌علم (پژواک، ۱۰ غويی ۱۴۰۴): لوګر کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز پل‌علم اړوند په «کنجک» سیمه کې د کابل – لوګر پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه کسان ټپيان شوي دي.

د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل دغه ترافیکي پېښه نن هغه مهال شوې چې یو کرولا موټر د ګړندي تګ له امله له سړکه وتلی او له یوه سمنټې دېوال سره لګېدلی دی.

هغه زیاته کړه چې په دې پېښه درې ښځې، یو سړی او یو ماشوم ټپیان شوي دي.

د هغه په خبره چې ټپیان د درملنې په موخه په پل‌علم کې د نايب امین‌الله خان لوګري ۳۰۰ بستریز روغتون ته لېږدول شوي خو د ځینو روغتیايي حالت نازک و او کابل ته ولېږدول شول.

مسوولین د پېښې علت د موټرچلوونکي بې‌احتیاطي په ګوته کړې ده.

Related Topics