Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مزارشریف ښار کې د یوه سړک پخولو چارې پیل شوې

مزارشریف (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۴): د بلخ د مرکز مزارشریف ښار پسته‌مزار سیمه کې د ۲۹ میلیون افغانیو په لګښت د څه باندې یو کیلومتر سړک د قیراچونې چارې پیل شوې.

د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د مزارشریف ښاروال عبدالرحمن همت وویل، نن د مزارشریف ښار د لومړۍ ناحیې اړوند پسته‌مزار او ګذر مارمل ترمنځ د ۱۱۴۰ متره سړک د قیراچونې چارې پيل شوې چې ۲۹ میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې کېږي.

نوموړي زیاته کړه، د دغه سړک لګښت د ښاروالي له پراختیایي بودجې څخه ورکول کېږي چې چارې به یې د پنځو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

په همدې حال کې د مزارشریف ښاروالي سکټوري رییس جاوید مایار وویل، دغه سړک ۱۱۴۰ متره اوږدوالی او ۱۴ متره پلنوالی لري.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغه سړک د جوړولو پروژه کې شاوخوا ۶۵ مسلکي او غیرمسلکي کسانو ته کاري زمینه برابره شوې.

ورته مهال، د یادې سیمې خلک د دغه سړک جوړېدو ته خوښ دي او له حکومته د دغه ډول نورو رغنیزو پروژو د پلې کېدو غوښتنه کوي.

د پسته‌مزار سیمې د ګذر وکیل وسیم اکبري وویل، خوشحاله دی چې له ډېرې مودې وروسته د دغه سړک د جوړېدو چارې پیل کېږي.

هغه وویل، دغه سړک پخوا خام و، خلک په ژمي کې خټو او اوړي کې د خاورو او دوړو له امله له ستونزه سره مخ وو خو اوس یې قیراچونې ته خوښ او هیله‌مند دی چې ستونزې به یې ورسره کمې شي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د مزارشریف ښار په څلورمه او اتمه ناحیه کې د ۷۲ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک د جوړولو او پراخولو چارې پیل شوې وې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.