پلعلم (پژواک،۱۱ غويی ۱۴۰۴): لوګر کې سیمهییز مسوولین وايي چې دغه ولایت لپاره د ملي بس شرکت خدمات له لس کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا پیل شول.
د لوګر ولایت مقام لهخوا په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې د دغه ولایت مرستیال والي مولوي محمدانور دینپرور وویل چې د ملي بس خدماتو پیل د لوګر خلکو لپاره یو ښه زیری دی.
هغه زیاته کړه، د دغه ولایت اوسېدونکو ته په کار ده چې پلازمینې کابل ته د تګ راتګ پر مهال له ملي بس موټرو څخه ګټه واخلي او ملي بس ترانسپورټي شرکت هم باید د ولس په غوښتنه او له وخت سره برابر ترانسپورټي خدمات ولس ته برابر کړي.
بلخوا، د لوګر ولایت د ترانسپورټ مدیر مولوي محمدعمر روحاني وویل، ملي بس ترانسپورټي شرکت به له اصولو سره سم د دغه ولایت اوسېدونکو ته خدمات وړاندې کوي.
نوموړي زیاته کړه، د ترانسپورټ برخه کې له تېرو درېیو کلونو را په دېخوا لوګر کې پراخ پرمختګونه رامنځته شوې دي او هڅه روانه ده چې د ترانسپورټ وزارت د اصولو له مخې ترانسپورټ برخې ته پراختیا ورکړي.
دغه راز، لوګر کې د ملي بس شرکت مسؤول الهامالدین وویل، وروسته له لسو کلونو د لوګر – کابل پر عمومي لاره د ملي بس خدمات بېرته پيل شول چې هره ورځ به څلور ملي بسونه په دغه لویه لاره سپرلي لېږدوي.
د پلعلم یوه اوسېدونکي روحالله پژواک ته وویل، د ملي بس شرکت خدماتو پیل یو ښه خبر دی، خو هغه موټر چې اوسمهال یې ملي بس شرکت د سپرلیو د لېږد رالېږد لپاره ترې ګټه اخلي له کاره لویدلي دي او اړتیا ده چې یاد شرکت له بهره معیاري او له اوسني وخت سره برابر موټر را وارد کړي او ترې ګټه واخلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP