Language

د پاکستان له زندانونو نږدې ۶۰ افغانان ازاد شول

کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۵۸ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، ازاد او هېواد ته راستانه شول.

یاد وزارت نن (پنج‌شنبه، د غويي ۱۱مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد شمېر افغان کډوال د غويي په ۱۰مه د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینې د کندهار ولایت سپین‌بولدک د سرحدي امریت کې د ثبت او هرکلي کمېټې د معلوماتو له مخې لیکلي: «یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او له یوې تر پنځو ورځو بندیان وو.»

د سرچینې په حواله، دغه کسان د ثبت او بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته ولېږل شول.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې غويي میاشتې په ۱۰مه هم ۹۷ تنه افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.