Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ا.ا مشرتابه مسوولینو ته: د خلکو منځ کې د عدل فیصلې وکړئ

کابل (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۴): د ا.ا مشرتابه د کابل ولایت مسوولینو ته په جوړ شوي یو ورځني سیمینار غونډه کې ویلي، د خلکو منځ کې دې د عدل فیصلې وکړي، اوس وخت د دې دی چې پر مظلوم رحم او پر ظالم شدت وشي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې مشرتابه په کندهار ولایت کې د کابل ولایت د مسؤلینو لپاره په جوړشوي یوه ورځني سمینار کې ګډون او وینا وکړه.

د اسلامي امارت مشر ویلي: «علماء کرام او نېکان خلک د اجتماعي عباداتو او سیاست څخه د سوونو کلونو راهیسي څخه لیري پاته کړلشوي ول، او دنیا کوښښ کاوه چې نور هم علماء او نېکان خلک څنډي ته کړي، او اسلامي نظام، جهاد، شریعت او حدود الله یوازي پهکتابو او کیسو کې پاته شوي وه، خو د اټکل خلاف د الله تعالی په فضل سره اوس په افغانستان کې سیاست د علماء کرامو، طالبانو او نېکان خلکو په لاس کې دی، نو اوس موږ الله تعالی په امتحان کې راوستلي یو هغه سیاست چې مسلمانان تري سوونه کلونه بې برخې وه اوس ورسره مخ یو، نو ډیر متوجې شئ

هغه دغه راز ویلي، کله چې یې خپل مسؤلیت په اطاعت او د شریعت د اصولو مطابق ترسره کړ، نو هیڅکله به ناکامه نه شي.

د هغه په خبره : «د الله تعالی په لاره کې د هيڅ راز سختۍ څخه مه بېرېږئ، د شریعت په مقابل کې د چا مراعت مه کوئ، په شریعت کې د الله تعالی رضا ده، د کبر، لويي، غرور، بې اتفاقي او یو پر بل د بې اعتمادي څخه ځان وساتئ، غفلت مه کوئ غفلت عذر نه دی، په غیري مقصودي او عبثو کارو کې ځان مه مصروفوئ، د دښمن په تبلیغاتو تېر نه وځئ

ده ویلي: «دښمن غواړي چې د خپلو تبلیغاتو له لاري په تاسو کې بې اتفاقي او اختلاف رامنځ ته کړي، تاسو شل کاله د دښمن خلاف جهاد وکړ، اوس به تاسو د دښمن د تبلیغاتو پر وړاندې نوره مقابله کوئ

د اسلامي امارت مشر دغه راز مسؤلینو ته ویلي، ولس په تېرو وختونو کې د دوی خدمت وکړ خو اوس د دې وخت دی چې دوی د ولس خدمت وکړي.

ده زیاته کړې : «د دې خلکو اوس تاسو ته سترګې داوس وخت دی چې د دې خلکو ښه خدمت وکړئ، رحم پر وکړئ، نرمي ورسره وکړئ، عزت یې وکړئ او په منځ کې یې د عدل فیصلې وکړئ، اوس وخت دی چې پر مظلوم رحم وشي او پر ظالم شدت وشي

د اسلامي امارت ویاند د دغه سیمنار په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.