Language

اوچا: افغانستان کې له وچکالۍ سره د مبارزې په موخه مو ۱۶.۶ میلیونه ډالر ځانګړي کړي

کابل (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، ملګرو ملتونو افغانستان کې له زیانمنېدونکو ټولنو سره د مرستو لپاره ۱۶.۶ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

د اوچا په خبرپاڼه کې راغلي چې یادې پیسې د افغانستان په شمال او شمال‌‌ختیځو ولایتونو کې د وچکالۍ د اغېزو مهارولو په موخه ځانګړې شوې دي.

سرچینه لیکي، یادې پیسې به د ملګرو ملتونو د پنځو ادارو، شپږو نړۍوالو او لس کورنيو بنسټونو له لوري د خوړو خوندیتوب، کرنې، مالداري، د څښاک پاکو اوبو، روغتيا او خوړو برابرو برخو کې ولګول شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د یادو پیسو لس میلیونه ډالر د افغانستان د بشري مرستو له صندوق او پاتې ۶.۶ میلیونه ډالر د بېړني غبرګون نړۍوال صندوق (CERF) له لوري ځانګړي شوي دي.