Language

میدان‌وردګو کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۴): د میدان‌وردګو ولایت امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت سیداباد ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله اوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او لس نور ټپیان دي.

د میدان‌وردګو ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې د یادو څرګندونو ترڅنګ راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ ماښام د‎ فیلډر او لوکسل ډوله موټرو د ټکر له امله شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه پېښه کې د درېیو ماشومانو او دوو مېرمنو په ګډون اوو کسان ژوند له لاسه ورکړی او د پنځو ماشومانو په ګډون لس نور ټپيان دي.

امنیه قومانداني لیکلي چې د پېښې ټپیان د سیداباد ولسوالۍ روغتیایي مرکز ته انتقال شوي دي.