Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ځینو لومړنیو خوراکي توکو او سرو ‌زرو بیې ټیټې شوې

کابل (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۴): نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د غوړیو، اوړو، بورې او سرو ‌زرو بیې ټیټې شوې خو د نورو خوراکي توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی.

کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په نسبت د ۴۹ کیلو قزاقي اوړو بیه له ۱۳۵۰ څخه ۱۳۰۰ افغانیو، د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۲۵۵۰ څخه ۲۵۰۰، د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړيو بیه له ۱۷۰۰ څخه ۱۶۵۰ افغانیو ته ټیټې شوې دي.

د نوموړي په خبره، د افغانۍ پر وړاندې د امریکايي ډالر د ارزښت ټیټېدو او په کابل ښار کې د توکو د وارداتو ډېرېدو له امله د یادو توکو بیې ټیټې شوې دي.

خو سرچینه وايي چې نن د تېرو اووه ورځو په څېر  ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانیو پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون‌پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۳۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۵۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړي په ۱۷۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د سرو زور بیې

کابل ښار کې د یوې زرګرۍ مالک محمد‌فواد وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په نسبت د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۶۱۰۰ څخه ۵۹۵۰ افغانیو ته او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۵۰۰۰ څخه ۴۷۰۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده. ‎

د سرو زرو د پلورونکو په خبره، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو بدلون، په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو له بدلون سره تړاو لري.

د نفتي توکو بیې

احمدیار د تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل، نن د تېر شنبې په څېر د یوه لېتر پټرولو بیه ۶۱ افغانۍ او د یوه لېتر ډېزلو بیه ۵۸ افغانۍ ده.

سرچینه وايي، نن هم د تېرو اووه ورځو په څېر یو کیلو مایع ګاز په ۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د اسعارو بیې

د کابل ښار شهزاده سرای کې د یوې صرافۍ مالک محمدحسین پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۷۱ اعشاریه ۷۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۴۵ افغانیو تبادله کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د غویي په ۶مه نېټه د یوه ډالر د پېر بیه ۷۱ اعشاریه ۲۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۴۷ افغانیو تبادله کېدې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.