فیضاباد (پژواک، ۱۴ غویی ۱۴۰۴): بدخشان کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د فیضاباد – بهارک لویې لارې د سېلابي رسوباتو پاککاري پیل شوې او وايي چې په دغه ولایت کې د وروستیو طبیعي پېښو له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس انجنیر ذبیحالله امیري پژواک خبري اژانس ته وویل، د فیضاباد – بهارک لویه لار پرون مازیګر د بهارک ولسوالۍ د ترګني، اب افچک او د پایانشهر کلي په مربوطاتو کې د سختو سېلابونو له امله تړل شوې وه.
هغه زیاته کړه: «نن سهار (یکشنبه) د عمر ثالث ۲۱۹ فرقې ماشینرۍ د یاد ولایت د ټولګټو له ریاست سره په همغږۍ د فیضاباد – بهارک لویېلارې سېلابي رسوباتو پاکولو کار پیل کړی او انشاءالله ژر به دغه لار د ترافیک پر مخ پرانیستل شي.»
د نوموړي په خبره، د جرم، یمګان، کرانومنجان، شهدا، وردوج، زیباک، اشکاشم، واخان او شغان مواصلاتي لارو پاککاري هم چې دوه ورځې مخکې د سېلابونو راوتلو له امله تړل شوې وې، ادامه لري او ژر به پرانیستل شي.
ورته مهال، د بدخشان طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس مولوي محمداکرم اکبري وايي چې دغه ولایت کې د دوو وروستیو ورځو طبیعي پېښو له امله لږ تر لږه دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړه، یادو کسانو د بهارک ولسوالۍ په اب افچک او پایان شهر کې د سېلاب رسوباتو او تالندې برېښنا له امله ژوند له لاسه ورکړی او ټپیان د وردوج ولسوالۍ په غنیو کلي کې د ورښت او د یوه کور د ویجاړېدو له امله ټپیان شوي او روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.
هغه ټینګار کوي چې په کوهر، حضرت سعید، دشت غرمی کلیو او د یمګان ولسوالۍ په بازار کې د تېرې شنبې شپې سېلابونو د سیمې اوسېدونکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.
سرچینې څرګنده کړه چې د جمعې د شپې سېلابونو په جرم ولسوالۍ کې لسګونه د اوسېدو کورونه، کرنیز کانالونه، د څښاک اوبو شبکې، عامالمنفعه تاسیسات لکه سړکونه او څه باندې سلګونه جریب بڼونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې کړي، دوی ارزونه کړي او زیانمنو کسانو ته به مرستې ولېږي.