کابل (پژواک، ۱۴ غویی ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس (څلور ورځنۍ) کرکټ سیالیو اتم پړاو سبا په ننګرهار کې پیلېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند سید نسیمالله سادات نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې سبا د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس (څلور ورځنۍ) اتم پړاو د کرکټ سیالۍ پیلېږي چې د راتلونکې جون میاشتې تر ۲۲مې نېټې پورې به دوام ولري.
هغه زیاته کړه، یادې سیالۍ د ننګرهار ولایت په غازي امانالله خان او د نجیب ترهکي لوبغالو کې ترسره کېږي.
نوموړی وایي، په دې سیالیو کې د هندوکش سټرایکرز، پامیر لیجنډز، ماهیپر ستوري او د میوند اتلانو لوبډلې ګډون لري چې د ملي لوبډلې د لوبغاړو سربېره به د کورني کرکټ لوبغاړي په کې ولوبېږي.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د یادو سیالیو وروستۍ څلور لوبې به په هېواد کې د یوه ټلوېزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپرې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP