Language

تخار کې د قتل په تور دوه کسان نیول شوي

تالقان (پژواک، ۱۴ غویی ۱۴۰۴): د تخار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د فرخار ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي د قتل په تور دوه کسان نیول شوي دي.

د تخار د امنیې قوماندانۍ له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، نیول شوو دغو دوو کسانو چې د مرکز تالقان د زرګري سیمې اوسېدونکي دي، د فرخار ولسوالۍ یو اوسېدونکی د کورنۍ ستونزو له امله د چاقو په وسیله وژلی و.

سرچینه کاږي چې دغه قاتلین د څلورمې امنیتي حوزې ځواکونو له لوري د یوه راپور له ترلاسه کولو وروسته ونیول شول.

سرچینه زیاتوي چې قضیه عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې او له تورنو لومړنۍ څېړنې پیل شوې دي.