کابل (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۴): له پلاستیک جوړو کڅوړو او نورو توکو د استفادې ډېرېدو له امله د چاپېریال او د خلکو روغتیا اغېزمنېدو په اړه د خلکو اندېښنې ډېرې شوې دي؛ د چاپېریالسانتې ملي اداره وايي چې یوازې په کابل ښار کې د ورځې څلور ټنه پلاستیکي کڅوړېږي کارېږي چې دغه اندازه کارېدل کارپوهان د اندېښنې وړ او خطرناک بولي.
په افغانستان کې د اسانه او ارزانه لاسرسي له امله له پلاستیکو کڅوړو ډېره استفاده د چاپېریالساتنې پر وړاندې پر یوه جدي ستونزه بدله شوې ده. دغه پلاستیکونه له کارولو وروسته له مناسب مدیریت پرته په چاپېریال کې غورځول کېږي او د چاپېریال ککړېدو لامل ګرځي، اوبو او ان وحشي ژوو ته زیان رسوي.
د بېرته راټولولو د منظم سیسټم نشتوالي، د پلاستیک کارولو له امله د ناوړه پایلو په اړه د خلکو د پوهاوي کچې ټیټوالي او د محدودیت د قوانینو پیکه تطبیق په افغانستان کې د پلاستیکي ککړتیا ناورین سخت کړی دی. د شته شرایطو په پام کې نیولو سره، د خلکو ترمنځ د کاغذي اوتکهیي کڅوړو په څېر چاپېریال ته له زیان نه اړوونکو توکو د استفادې ترویج یوه بېړنۍ اړتیا بلل کېږي څو د دغه ناورین مخنیوی وشي.
له پلاستیکي کڅوړو، په ځانګړې توګه له غیرمعیاري پلاستیکي توکو استفاده کېدای شي په لویانو کې د سرطاني ناروغیو او په ماشومانو کې د جسمي ودې د ګډودېدو او ذهني ستونزو لامل شي.
د روغتیا برخې کارپوهان: پلاستیک د چاپېریال پټ قاتل او د انسانانو روغتیا ته ګواښ
د داخله ناروغیو یو متخصص ډاکټر سید فریدشاه رفیعي له پژواک اژانس سره په خبرو کې پلاستیک «پلاستیک د چاپېریال پټ قاتل او د انسانانو روغتیا ته ګواښ» وباله او ویې ویل چې ورځ تر بلې له پلاستیکي کڅوړو، بوتلونو او یو ځل مصرف لوښو د استفادې ډېرېدل د انسانانو روغتیا ته جدي ګواښ دی.
هغه څرګنده کړه چې پلاستیک له نفتي مشتقاتو جوړ شوی او کيمیاوي جوړښت یې د تجزیې وړ نه دی او له منځه نه ځي.
هغه زیاته کړه: «څېړنو ښودلې چې که پلاستیک په اوبو او خاوره کې وغورځول شي، ښايي له ۲۰۰ تر ۱۰۰۰ کلونو پر خپل حال پاتې شي.»
هغه زیاته کړه، کله چې پلاستیک په چاپېریال کې پاتې شي او مرطوب هم شي، نو د مکروبونو د ودې پر مناسب ځای او د بېلابېلو ناروغیو د لېږد پر سرچینه بدلېږي.
د هغه په وینا، کله چې پلاستیک د ډېر وخت لپاره پاتې شي، د «مایکروپلاستیک» په نوم په وړو ذرو بدلېږي او دغه ذرات په تدریج سره په اوبو، خاوره او له دې لارې د انسان په خوړو کې ګډېږي او بیا بدن ته داخلېږي.
رفیعي وویل: «څېړنې ښيي، کله چې مایکروپلاستیک د انسان بدن ته داخل شي، نو کېدای شي د انسان د روغتیا د جدي ګډوډېدو لامل شي. مایکروپلاستیکونه کېدای شي د هورموني ګډوډۍ او میکروب پیدا کېدو لامل شي او دغه راز مایکروپلاستیکونه کولای شي بېلابېل سرطانونه رامنځته کړي.»
نوموړي زیاته کړه چې مایکروپلاستیکونه کېدای شي د پلاستیکي توکو، په ځانګړې توګه په پلاستیکي لوښو کې د سره کړو خوړو اچولو او ګازلرونکو مشروباتو بوتلونو له لارې هم د انسان بدن ته ننوځي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د سون لپاره له پلاستیکي توکو استفاده هم فضا ته د زهري ګازونو د ازادېدو لامل ګرځي او د انسان تنفسي او د زړه سیسټم لپاره خطرناکې پایلې درلودلای شي.
د هغه په خبره، د پلاستیکي کڅوړو پر ځای باید د کاغذي او تکهیي کڅوړو په څېر له مناسبو بدیلونو استفاده وشي، دغه راز، د پلاستیکي لوښو پر ځای شیشهیي لوښي وکارول شي او لږ تر لږه هڅه وشي څو سره کړي خواړه په پلاستیکي لوښو کې ونه ساتل شي.
کابل ښار کې د انتاني ناروغیو د ملي او تخصصي روغتون متخصص ټرېنر ډاکټر فریدالله عمري وايي چې پلاستیک د کاربُن، سلفر او کلورینو په څېر له کيمیاوي موادو جوړ شوی او له هغو استفاده د بېلابېلو سرطاني او هورموني ناروغیو، په ماشومانو او لویانو کې د جسمي ودې ګډوډېدو او ذهني کمزورتیا لامل کېږي.
هغه زیاته کړه: «ځینې نورې څېړنې هم شوې؛ یعنې هغه کسان چې هر وخت له پلاستیکه استفاده کوي، کېدای شي د زړه پر مختلفو ناروغیو اخته شي، دغه راز هغه میندې او خویندې چې میندواره دي، کېدای شي د هغوی د ماشوم ضایع کېدو لامل شي.»
هغه هم د پلاستیکي کڅوړو پر ځای د کاغذي کڅوړو پر کارونو ټینګار وکړ.
یو بل روغتیايي کارپوه ډاکتر محمدعارف یعقوبي هم له پلاستیکي توکو استفاده «خطرناکه او ډېره جدي» وبلله، ویې ویل چې د پلاستیکي لوښو کارول د کورنیو ترمنځ عام شوي دي.
هغه زیاته کړه، خلک له دې ناخبره دي چې د پلاستیکي توکو کارول په ښځو کې د شنډېدو د خطر زیاتېدو او د سړیو د هورمونونو د له منځه وړو په څېر نورې ناروغۍ زېږوي.
د هغه په خبره، پلاستیک د تجزیې وړ نه دی؛ ځکه پر وړو ټوټو بدلېږي، په هوا کې ازادېږي او کله چې تنفس شي، په بدن کې د سرطان پیدا کېدو لامل ګرځي.
یعقوبي وویل، کله چې ګرم خواړه په پلاستیک کې واچول شي، د دې لامل ګرځي چې زهري مواد د خوړو په تودوخه کې له لوښي جدا او له خوړو سره ګډ شي او له دې لارې بدن ته داخل شي.
د هغه د څرګندونو پر اساس، د پلاستیک سوځول هم زهري او کیمیاوي مواد په فضا کې خپروي او کله چې خلک تنفس کوي، دفاعي سیسټم له منځه ځي او د سرطاني ناروغیو لامل ګرځي.
د کابل ښار په یوه خصوصي روغتون کې د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر عصمتالله څپاند هم وویل چې د خلکو ترمنځ د پلاستیکي کڅوړو کارول ډېر شوي او ډېری خلک په کې خوراکي توکي ساتي.
د هغه په وینا، هر کله چې ګرم خواړه یا خوړو په منځ کې شته اسید له پلاستیکي کڅوړو سره په تماس کې شي یو ډول زهري مواد تولیدوي چې د بېلابېلو خطرناکو ناروغیو رامنځته کېدو لامل به وګرځي او د داسې زهرو تولید په خلکو کې ان د زړه او شکر ناروغیو پیدا کېدو لامل هم ګرځي.
د داخله ناروغیو یاد متخصص زیاته کړه چې د جامدو خوراکي توکو لکه بورې، مالګې، لوبیا او وريجو لپاره د پلاستیکي کڅوړو کارول ستونزه نهلري، یوازې هر ډول خواړه چې خوړلو لپاره چمتو وي او په پلاستیکي کڅوړه کې ولېږدول شي د خطرناکو ناروغیو لامل ګرځي.
نوموړي زیاته کړه: «باید پر ځای یې له بدیلو لارو لکه تکهيي، کاغذي او سلیکاني کڅوړو څخه کار واخیستل شي چې داسې خطرونه او زیانونو په هغو کې نشته.»
ورته مهال، د ملګرو ملتونو سازمان د چاپېریال ساتنې پروګرام (UNEP) د معلوماتو پر اساس، د نړۍ وګړي هر کال څه باندې ۴۰۰ میلیون ټنه پلاستیک کاروي چې عمده برخه یې چاپېریال کې خښیږي.
د ملګرو ملتونو سازمان د چاپېریال ساتنې پروګرام (UNEP) د ۲۰۲۴ کال د نومبر له ۲۵مې د ډسمبر تر لومړۍ نېټې د سوېلي کوریا په بوسان ښار کې ناسته جوړه کړه، په دې ناسته کې د څه باندې ۱۷۰ هېوادونو استازي راټول شول څو د پلاستیکي ککړتیا سره د مقابلې لپاره په ځانګړې توګه سیندیزو چاپېریالاونو کې د یوې نړۍوالې معاهدې د تدوین په اړه مذاکره وکړي.
د انسان له روغتیا ورهاخوا خطرونه
ورته مهال، د کابل پوهنتون د چاپېریال ساتنې پوهنځي رییس پوهندوی محمدداوود شېرزاد وویل چې پلاستیکي کڅوړې او پلاستیکي توکي په بېلابېلو بعدونو کې پر چاپېریال منفي اغیزې لري.
نوموړي څرګنده کړه، پلاستیکي کڅوړې او پلاستیکي توکي د اوبو او خاورې ککړتیا لامل ګرځي؛ ځکه کوم کیمیاوي ترکیب چې لري، د ډېر وخت لپاره په اوبو او خاوره کې پاتې کېږي او ژر نه تجزیه کېږي.
نوموړي زیاته کړه: «پلاستیک دغهراز حیواناتو ته زیان رسوي او د مرګ لامل یې کېږي. اوبیز یا د وچې څاروي ډېری وخت پلاستیکونه چې په اوبو او خاوره کې وي، د خوراکي موادو په توګه خوري او د دې لامل ګرځی چې حیوان له منځه لاړ شي.»
شېرزاد څرګنده کړه چې طبیعت کې پلاستیک پرېښودل د مایکروپلاستیک رامنځته کېدو لامل ګرځي چې دغه ذرات خوراکي توکو سره یوځای کېږي او بلاخره انسانانو او حیواناتو ته زیان رسوي.
د هغه په وینا، د پلاستیک سوځول او یا په طبیعت کې یې پرېښودل د ګلخانهيي ګازونو د تولید لامل هم ګرځي او پر چاپېریال اغېز کوي.
محمدداوود شېرزاد زیاته کړه چې پلاستیک د دې لامل ګرځي څو اوبه په خاوره کې نفوذ ونهکړي؛ ځکه پلاستیک د خاورې سوري بندوي او خاوره پوښي او د دې لامل ګرځي چې د باران اوبه د ځمکې لاندې اوبو ته ونه رسېږي.
په افغانستان کې حکومتي بنسټونو د پلاستیکي کڅوړو د کارولو مخنیوي لپاره څه کړي دي؟
د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو مشاور نعمتالله بارکزي پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې په دغه ښار کې پلاستیکي کڅوړې ډېرې کارول کېږي.
هغه څرګنده کړه: «د کابل ښاروالي چاپېریالي زیانونو ته ډېره پاملرنه کوي. کله چې پلاستیک په طبیعت کې پرېښودل کېږي. سلګونه کلونه وخت نیسي څو بېرته تجزیه شي یا بیا خاورې او یا چاپېریال سره یوځای شي او تحلیل او تجزیه شي.»
بارکزي څرګنده کړه چې د کابل ښاروالي په تېرو دوو تر درېیو کلونو کې د پلاستیکي کڅوړو د نه کارولو کمپاینونه پر لاره اچولي او د ډېرو ښو بدیلو لارو لکه تکهيي کڅوړو کارول یې وړاندیز کړي دي.
د هغه په وینا، خلک د کابل ښار له کانالونو او لښتیو د کثافتدانۍ په توګه کار اخلي او پلاستیکي کڅوړې هلته اچوي چې له دغه وضعیت څخه د مخنیوي لپاره د خلکو همکارۍ ته اړتیا ده.
بارکزي څرګنده کړه چې د پلاستیکي کڅوړو د نه کارولو بحث یو فرهنګي بحث دی، باید فرهنګجوړونه وشي او دغه موضوع وخت ته اړتیا لري.
هغه وویل د کابل ښاروالۍ تېر کال د پلاستیکي کڅوړو نه کارولو په ګډون ۴۰۰ فرهنګي پروګرامونه په ښوونځیو کې پر لاره اچولي او د دغو پروګرامونو ترڅنګ د رسنیو، ګذر وکیلانو او ټولنیزو شبکو له لارې عامه پوهاوی هم په دې موضوع کې ګټور تمامیدای شي.
نوموړي وویل چې ډېرو ځایونو کې پلاستیک ګټور واقع کېږي او داسې نهشي کېدای چې د هغو واردات دې په بشپړ ډول بند او یا له هغو په بشپړ ډول استفاده ونهشي، خو له هغو څخه باید د اړتیا مطابق استفاده وشي او دا موضوع دې مدیریت شي.
د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو سلاکار وویل: «موږ تر اوسه په ټولنه کې د پوهاوي ورکونې په پړاو کې یو، دې برخه کې له اړوندو ادارو سره همغږي لرو.»
بارکزي وویل: «دمګړۍ په ځینو کارخونو کې ریسایکل شتون لري، خو په لویه کچه نه دی، موږ څو ورځې مخکې هم د ښاري خدماتو په معینیت کې له بېلابېلو داخلي او بهرني شرکتونو سره ډېرې جدي خبرې لرلې، ۱۵ کاله کېږي چې د کابل ښاروالۍ په ګزک کې یوه مشخصه ساحه لري او هملته د ټول کابل کثافات انباریږي او تر خاورو لاندې کیږي.»
د هغه په خبره، بېلابېل شرکتونه لېواله دي چې له دغو موادو ګاز، قیر او ان برېښنا تولید برخه کې کار واخلي، خو دا د کابل ښار پانګه ده، ډېرو څېړنو ته اړتیا ده.
د چاپېریالساتنې اداره: کابل ښار کې د ورځې شاوخوا څلور ټنه پلاستیکي کڅوړې استفاده کېږي
د چاپېریالساتنې ملي ادارې د نظارت او تفتیش رییس انجنیر طوفان جبران پژواک خبري اژانس ته وویل چې له پلاستیکي کڅوړو استفاده د هېواد، په ځانګړي ډول د کابل په کچه یوه لویه ستونزه رامنځته کړې ده.
هغه وویل چې د چاپېریالساتنې ملي ادارې د ارقامو له مخې، د ورځې شاوخوا څلور ټنه پلاستیکي کڅوړې یوازې کابل ښار کې مصرفیږي او دې موضوع چاپېریالي ستونزې رامنځته کړې دي.
نوموړي زیاته کړه چې د چاپېریالساتنې ادارې تېرو کلونو کې له پلاستیکي کڅوړو څخه د نه استفادې کمپاین ترسره کړی او د هغو پر ځای باید له تکهیي کڅوړو استفاده وشي.
د هغه په خبره، د چاپېریالساتنې ادارې له نورو هېوادونو د پلاستیکي کڅوړو د وارداتو بندېدو په اړه یو لړ اقدامات ترسره کړي او داخلي شرکتونه یې هڅولي څو د پلاستیکي کڅوړو تولید کال په کال کم کړي.
د چاپېریالساتنې ادارې د نظارت او تفتیش رییس وویل: «موږ هڅه کوو چې پلاستیکي کڅوړې له ښاره لرې کړو.»
نوموړي وویل چې یو شمېر کارخونې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ هڅول شوي څو پلاستیکي کڅوړي او پلاستیکي لوښي بیاځلي د استفادې وړ(Recycle) کړي او همدا لامل دی چې پلاستیکونه د کابل ښاروالۍ او خلکو له لوري راټولېږي.
ده هم له پلاستیکي کڅوړو او پلاستیکي توکو د استفادې له امله د روغتیایي ستونزو له پیدا کېدو خبرداری ورکړ.
طوفان جبران له ښاریانو غوښتنه وکړه څو د پلاستیکي کڅوړو پر ځای له تکهیي کڅوړو استفاده وکړي چې دغه کار هم دوی او هم یې چاپېریال ته ګټه لري.
خلک څه وایي؟
د پلاستیک د لږ کارولو لپاره له ډېرو هڅو سره سره بیا هم د کابل کوڅې، ویالې او مارکېټونه له پلاستیکونو ډک دي، دا نه یوازې په کابل کې د پلاستیک د ډېر مصرف نښه ده، بلکې د ښار د چاپېریال یوه لویه ستونزه ده چې ورځ تربلې سختېږي.
محمدفواد چې ۱۵ کاله کېږي د کابل ښار د کلولهپشتې سیمه کې هټۍ لري، له پژواک سره په خبرو کې وویل چې د ورځې له ۸۰ تر ۱۰۰ پورې پلاستیکونه مصرفوي چې د وزن له مخې نیمه کیلو کېږي.
هغه وایي، تر اوسه هيڅ یوې رسمي مرجع یې دوکان ته د پلاستیک د مصرف مخنیوي په موخه مراجعه نه ده کړې، هغه هم ټولو ته سپارښتنه کوي چې خلک باید له کاغذي او تکهیي کڅوړو استفاده وکړي.
نوموړي وویل: «بیه یې مهمه نه ده، خو خلک له همدې پلاستیکي کڅوړو سره بلد شوي، د کاغذي څیزونو اوس وخت تللی، خو مخکې ټول کاغذ وو.»
خلکو ته د دغه دوکاندار پیغام دا دی، که د چا کور نږدې وي، د ځينو شیانو د انتقال لپاره دې له کوره وسایل راوړي څو له پلاستیکه استفاده کمه شي.
د کابل ښار یو اوسېدونکی جاوېد وایي چې ډېر خلک د پلاستیک له زیانه خبر نه دي او دا چې بیه یې ټیټه ده، له پلاستیکه استفاده کوي. هغه وویل: «که ارزانه بدیل موجود وي، ولې ترې استفاده ونه کړو.»
د کابل ښار د خیرخانې سیمې یوه اوسېدونکي نثاراحمد وویل: «زه چې کله بازار ته ځم، له ځان سره تکهیي کڅوړه وړم، خو له بده مرغه ډېر خلک دغو شیانو ته اهمیت نه ورکوي، باید د رسنیو او ټولنیزو شبکو له لارې خلکو ته پوهاوی ورکړل شي.»
کابل ښار او د هېواد په نورو سیمو کې له پلاستیکه ډېره استفاده په داسې حال کې ده چې ډېری خلک د هغو له خطراتو بېخبره دي او یا هغه جدي نه نیسي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP