کابل (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۴): د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي د ریاستالوزراء له اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې په کابل کې به د افغانستان اقتصادي پرمختګ اړوند پروژو په اړه د خبرو په موخه د متحده عربي اماراتو د پانګهوالو او سوداګرو کنفرانس جوړ شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې ملا عبدالغني برادر نن د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو له ځانګړي استازي سیف محمد الکتبي سره وکتل.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د دوه اړخیزو په ځانګړي ډول اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
ملا برادر ویلي، افغانستان له طبیعي سرچینو غني هېواد دی او اسلامي امارت هڅه کوي چې په دې زېرمو کې پانګونه جذب او پر مټ یې هېواد پر ځان بسیا کړي.
هغه زیاته کړې، د متحده عربي اماراتو پانګوال کولی شي په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
د افغانستان له پاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي په دغه لیدنه کې ویلي، دوی غواړي په کابل کې د متحده عربي اماراتو د پانګهوالو او سوداګرو کنفرانس جوړ کړي.
ده ویلي، په دې کنفرانس کې به د افغانستان لپاره پر هغو پروژو خبرې وشي چې پر مټ به یې په افغانستان کې اقتصادي پرمختګ رامنځته شي.
د متحده عربي اماراتو استازی په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
اقتصادي معاونیت لیکلي، دغهراز نوموړي په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ او د سړکونو جوړولو په برخه کې پانګونې ته د خپل هېواد لېوالتیا وښوده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP