Language

سمنګان کې ترافیکي پېښه؛ درې کسان مړه او ۳۳ نور ټپیان شوي

ایبک (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۴): سمنګان کې ځايي مسوولین وايي چې د ایبک – مزارشریف لویې لارې په اوږدو کې د یوه ۵۸۰ بس موټر چپه کېدو له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۳ نور ټپیان شوي دي.

د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله رحماني پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې یاده پېښه نن سهار (سه‌شنبه) د خلم ولسوالۍ اړوند  په «کفترخانه» سیمه کې هغه مهال شوې چې ۵۸۰ مسافروړونکی موټر د ایبک – مزارشریف پر لویه له اصلي مسیره وتلی او چپه شوی.

هغه زیاته کړه چې د یادې پېښه په پایله کې درې کسان مړه او لږ تر لږه ۳۳ نور ټپیان شوي دي.

د رحماني په وینا، د پېښې ټپیان د درملنې په موخه د سمنګان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

ورته مهال، د سمنګان امنیې قوماندانۍ د ترافیکو مدیریت مسوولین د پېښې لامل د موټرچلوونکي بې‌احتیاطي او د موټر له حد ډېر سرعت بولي.