Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت: پاکستان او هند دې ستونزې د خبرو او تفاهم له لارې حل کړي

کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د هند او پاکستان کړکېچ په تړاو وایي، امنيت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه دی، دواړه لوري دې له زغم کار واخلي او ستونزې دې د ديپلوماسۍ له لارې حل کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د پاکستان او هند ترمنځ زیاتېدونکی کړکېچ د اندېښنې وړ دی او د وضعيت لا ترینګلتیا د سيمې په ګټه نه ده.

په اعلامیه کې راغلي چې اسلامي امارت امنيت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه بولي او پر دواړو لوریو غږ کوي چې له زغم کار واخلي او ستونزې د ديپلوماسۍ له لارې په خبرو او تفاهم حل کړي.

پر پاکستان د هند د برید جزییات:

د روانې غويي مياشتې په دویمه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې وسله‌والو د ګرځندویانو په یوه مشهور ځای «پهلېګام» کې پر سیلانیانو بريد وکړ چې لږ تر لږه ۲۶ کسان په کې ووژل او ۱۷ نور ټپیان شول.

هند دا برید پاکستان پورې تړلی، خو اسلام‌اباد هر ډول لاس لرل په کې ردوي، د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي او یاد برید یې د «پهلېګام جعلي عملیاتو» په نوم یاد کړی.

تېره شپه هندي رسنیو راپو ورکړ چې هندي هوايي ځواک د پاکستان په خاوره کې پر نهو هغو ځایونو بریدونه کړي چې د هغوی په وینا، د «ترهګرو پټنځایونه» په کې دي. هندي چارواکو ویلي چې په بریدونو کې ملکي وګړي او پوځي تاسیسات نه دي په نښه شوي.

د هند بهرنیو چارو وزارت مرستیال، وېکرم مېسري خبریالانو ته ویلي چې هند له خپل حق څخه استفاده کړې او د پهېلګام برید په غبرګون کې يې د پاکستان پر خاوره برید کړی. هندي رسنیو راپور ورکړی چې د هوايي حریم د بندیزونو له امله د دغه هېواد څو ښارونو ته الوتنې هم ځنډول شوې دي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان پوځ ویلي، هندي الوتکو پر درېیو ښارونو بهاولپور، کوټلي او مظفراباد بریدونه کړي دي. بهاولپور د پنجاب ایالت او یادې دوې نورې سیمې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر اړوند دي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمدشریف چودري ویلي، د هند په بریدونو کې ۲۶ ملکی کسان وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي. د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف بیا وایي، پاکستاني پوځ د هند شپږ الوتکې له منځه وړي دي.

رویټرز هم د ویډیوګانو په خپرولو سره ویلي، د هند درې جنګي جېټ الوتکې د دغه هېواد تر کنټرول لاندې جمو او کشمیر کې لوېدلي دي.

د راپورونو له مخې، پاکستان د هند د یاد برید په تړاو د دغه هېواد شارژدافیر احضار کړی دی.

د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان د ملي امنیت کمېټې غونډه کړې ده.

اسلام اباد ویلي وو چې په دې غونډه کې د هند له بریدونو وروسته رامنځته شوي وضعیت څېړل کېږي او شهباز شریف به د ملي امنیت کمېټې له غونډې وروسته ملت ته وینا وکړي.

دغه راز، د جیش محمد ډلې مشر مولانا مسعود اظهر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د هند له خوا د بهاولپور په سبحان‌الله جومات برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د هغه د کورنۍ لس غړي او د ده څلور نږدې ملګري وژل شوي دي.

په دغه اعلامیه کې د هند پر لومړي وزیر نریندرا مودي نیوکه شوې او په کې راغلي: «دې ظلم ټول قوانین مات کړل، اوس باید هېڅوک د رحم تمه ونه کړي.»

د هند تر بریدونو وروسته، اسلام‌اباد هم د ځوابي برید ګواښ کړی، خو له دواړو لورو ملګرو ملتونو او چین د لوړې کچې زغم او امریکا د کړکېچ د ژر پای ته رسولو غوښتنې کړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.