Language

مالیې وزارت: د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا په موخه طرحه جوړېږي

کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۴): مالیې وزارت وایي، د افغانستان او روسیې ترمنځ د ګډو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره د یوې «معقولې طرحي» د جوړېدو په موخه د اړوندو وزارتونو ترمنځ غونډه وشوه.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د مالیې وزارت د همغږۍ، څارني او راپور ورکولو لوی ریاست په مشرۍ او د وزارتونو او سکټوري ادارو د استازو په ګډون، د افغانستان او فدراتیفي روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د یو شمېر نورو مهمو اقتصادي مسايلو په تړاو خبري او سلا مشورې وشوې.

خبرپاڼه کې راغلي، د ناستي په پای کي ګډه پرېکړه وشوه څو له روسیې سره د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو د بېلابېلو اړخونو او تګلارو د رابرسېره کولو په موخه معقوله او هر اړخیزه طرحه رامنځته شي.

مالیې وزارت په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.