جلالاباد (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۴): په ننګرهار ولايت کې د پهلوانۍ فدراسيون له لوري د ۳۰۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږنيونې سيالۍ پيل شوې.
مسوولين وايي، دا دوه ورځنۍ سيالۍ د المپيک، بدني روزنې او ورزش رياست تر چتر لاندې د جلالاباد ښار د بهسودو په فوټبال لوبغالي کې پيل شوې دي.
د ننګرهار د ورزش او بدني روزنې رياست په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د جلالاباد ښار د ورزشي کلپونو د ۳۰۰ لوبغاړو ترمنځ د غېږنيونې دوه ورځنۍ سيالۍ پيل شوې.
خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سیالۍ د بهسودو په فوټبال لوبغاړي کې د درېیو سني کټګوریو نوي ځوانان، ځوانان او لویانو ترمنځ د ۱۵۰ جوړو په ګډون پيل شوې.
سرچينې لیکلي چې د دغو سیالیو موخه د ورزشکارانو هڅونه او ولايتي لوبډلو ته د غوره لوبغاړو ټاکنه ده.
یادې لوبې به له دوو ورځو دوام وروسته پای ته ورسېږې او ګټونکو ورزشکارانو ته به مډالونه او ستاينلیکونه ورکړل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP