Language

بادغیس کې د دوو قومونو ترمنځ ۳۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده

کابل (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۴): د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، د بادغیس ولایت په مرکز قلعه‌نو کې د دوو قونونو ترمنځ ۳۰ کلنه دښمني حل او پر دوستي بدله شوه.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دغه دښمني شاوخوا ۳۰ کاله مخکې د بادغیس ولایت په مرکز قلعه‌نو کې د ساداتو او سرخابي قومونو ترمنځ پیل شوې وه.

یاد وزارت لیکلي چې تېره ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې دواړو لورو په بشپړ رضایت سره هوکړه وکړه چې له دې وروسته به نه یوازې له شخړو او دعوو ډډه وکړي، بلکې د پایدارې سولې، یووالي او تفاهم فضا به په خپلو کې پیاوړې وساتي او سوله‌ییز‌ ژوند به غوره کړي.

د یادونې ده، د اسلامي امارت له بیا ځلي واکمنېدو راورسته د هېواد په کچه سلګونه لویې او وړې شخړې حل شوې دي.

Related Topics