Language

نیمروز کې د یوه سړي مړی موندل شوی

زرنج (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۴): د نیمروز امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت مرکز زرنج ښار ته نږدې د یوه سړي مړی موندل شوی دی.

د نیمروز د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي، دغه جسد د زرنج ښار په شل کیلومترۍ کې د دویم کنډک ټولي اړوند د غازي پوستې ساحه کې دلارام ته د غځېدلې لارې ترڅنګ موندل شوی دی.

د یاد کنډک مشر حاجي ابراهیم هېواد وايي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې مړ شوی کس رواني ناروغي درلوده  او شاوخوا شپږ ورځې مخکې له خپل کوره نادرکه شوی و.

د هغه په خبره، یاد کس د لوږې او تندې له امله مړ شوی دی.

Related Topics