Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل او نوي ډیلي د هند له خوا د افغانستان پر خاوره د بریدونو په اړه د پاکستان ادعا رد کړه

کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۴): د افغانستان دفاع وزارت او د هند بهرنیو چارو وزارت، د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې ګواکي هند پر پاکستان د توغندیزو بریدونو په ترڅ کې، د افغانستان پر خاوره هم بریدونه کړي دي.

تېر ورځ ناوخته د پاکستان پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر (ای‌اېس‌پي‌ار) مشر جنرال احمدشریف چودري د پاکستان پر نورخان، شورکوټ، او مرید پوځي اډو د هند د توغندیزو بریدونو خبره کړې او ادعا یې کړې وه چې هندي پوځ د افغانستان پر خاوره هم توغندیز او ډرون بریدونه کړي دي. د چودري په وینا، هند په دې توګه غواړي ټوله سیمه جګړې ته ورټیل وهي.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي هم پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې دغه ادعا رد کړه او وې ویل چې حقیقت نه لري.

د راپورونو له مخې، نن د هند بهرنیو چارو وزارت مرستیال وکرم مسيري هم د پاکستان دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي: «زه غواړم یوازې دومره ووایم چې داسې کومه اړتیا نه شته چې (څوک یې) افغانانو ته وریاده کړي، چې هغه کوم هېواد دی چې څو ځله یې یوازې په تېر یوه نیم کال کې د افغانستان ملکي تاسیسات په نښه کړي دي.»

د روانې غويي مياشتې په دویمه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې وسله‌والو د ګرځندویانو په یوه مشهور ځای «پهلګام» کې پر سیلانیانو بريد وکړ چې لږ تر لږه ۲۶ کسان په‌کې ووژل او ۱۷ نور ټپیان شول.

هند دغه برید په پاکستان پورې تړلی، خو اسلام‌اباد هر ډول لاس لرل په‌کې ردوي.

د تېرې اونۍ د چهارشنبې په شپه هند پر پاکستان بریدونه وکړل، پاکستاني چارواکو وویل چې په دغو بریدونو کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي. هند مخکې ویلي وو چې د پاکستان په ځوابي بریدونو کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۹ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، له بریدونو وروسته په پاکستان او هند کې د ځینو هوایي ډګرونو فعالیتونه درېدلي او د پاکستان او شمالي هند پر هوایي حریمونو الوتنې نه کېږي.

د پاکستان پوځ نن تازه ویلي چې د هند د بریدونو په ځواب کې یې په هند کې ځیني پوځي اهداف په نښه کړي چې د پټانکوټ او اودامپور اډې هم په‌کې شاملې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له لوی درستیز سره په ټیلېفوني خبرو کې د دغه هېواد او هند ترمنځ د روان کړکېچ او تاوتریخوالي پای ته رسېدو لپاره د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.