Language

جي۷ هېوادونو له هند او پاکستانه غوَښتي چې له یو بل سره مستقیمې خبرې وکړي

کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۴): د جي۷ ډلې هېوادونو له هند او پاکستانه غوښتي چې له زغمه کار واخلي او د کړکېچ زیاتېدو مخنیوي لپاره دې له یو بل سره مستقیمې خبرې وکړي.

رویټرز خبري اژانس نن (شنبه) د جي۷ هېوادونو د بیانیې په حواله راپور ورکړی چې دغو هېوادونو د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده.

په بیانیه کې راغلي: «موږ په بېړني ډول د کړکېچ کمېدو غوښتنه کوو او دواړو هېوادونه هڅوو څو یوې سوله‌ییزې پایلې ته د رسېدو لپاره له یو بل سره مستقیمې خبرې اترې وکړي.»

په بیانیه کې د کاناډا، فرانسې، جرمني، اېټالیا، جاپان، امریکا متحده ایالتونو، برېټانیا او اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په کشمیر کې د وسله‌والو برید غندلی دی.

په بیانیه کې دغه راز راغلي چې یاد هېوادونه د هند او پاکستان ترمنځ د پولو په اوږدو کې د ملکي وګړو امنیت ته «جدي» اندېښنه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي وینس پرون له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي وو چې هېواد یې نه‌شي کولای د هند او پاکستان ترمنځ جګړه کې مداخله وکړي، بلکه یوازې دومره کولای شي نوی ډیلی او اسلام‌ا‌باد وهڅوو څو کړکېچ کم کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او هند اړيکې د روانې غویي میاشتې په درېیمه د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو له هغه وسله‌وال برید وروسته چې ۲۶ کسان په‌کې ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول، سختې ترینګلې شوې دي.

هند د دغه برید لامل پاکستان بللی خو اسلام‌اباد په‌کې خپل هر ډول لاس لرل رد کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.