Language

د یوه کال په اوږدو کې د غزې لپاره د هرات د خلکو شاوخوا ۱۸۰ زره ډالر نغدي مرسته

هرات (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۴): د فلسطین لپاره د هرات د خلکو د مرستو ټولولو کمېټې مسوولین وايي، د یوه کال په اوږدو کې یې شاوخوا ۱۸۰ زره ډالر نغدي مرسته د غزې خلکو ته لېږلې او دا پروسه لا هم دوام لري.

د فلسطین لپاره د هرات د خلکو د مرستو ټولولو کمېټې مسوول مفتي امیرمحمد خادم پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېر یوه کال په اوږدو کې یې شاوخوا ۱۸۰ زره ډالر نغدي مرسته د غزې خلکو ته لېږلې او تازه په څلوردېرشم پړاو کې هم ۵ زره ډالر لېږل شوي دي.

د فلسطینیانو لپاره د مرستو ټولولو مسوول دغه ‌راز زیاته کړه، د هېواد له نورو لوېدیځو ولایتونو هم ۱۲ زره ډالر نغدي مرسته غزې ته لېږل شوې ده.

نوموړی د غزې له خلکو سره د مرستې له امله د هرات له اوسېدونکو مننه کوي او زیاتوي، په اوسنیو سختو شرایطو کې د فلسطینیانو ترڅنګ درېدل د ټولو مسلمانانو دیني او انساني مسوولیت دی.

د مفتي خادم په وینا، د فلسطین له خلکو سره مرسته، په ځانګړې توګه د غزې په اوسني وضعیت کې «فرض عین» ده او پر ټولو مسلمانانو واجب ده چې له خپل توان سره سم په دې چاره کې ګډون وکړي.

فلطسین ته د هرات د خلکو د مرستو لېږلو او راټولولو کمېټه یو کال مخکې جوړه شوې او په دې موده کې یې په بېلابېلو پړاوونو کې نغدي مرستې راټولې کړې او غزې ته یې لېږلې دي.