کابل (پژواک، ۲۱ غويی ۱۴۰۴): د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وایي، د ۱۷ مېرمنو په ګډون ۳۵ رواني ناروغان له یو کلنې درملنې او رغېدو وروسته نن بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای کېږي او اوسمهال د هېواد په اوو زونونو کې د رواني ناروغانو لپاره ځانګړي مرکزونه فعال دي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست مولوي شهابالدین دلاور په کابل کې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې یاده ټولنه د هېواد په اوو زونونو کې د رواني ناروغانو درملنې مرکزونه (دارالمجانین) لري چې دا مهال پهکې ۶۸۸۵ کسان تر درملنې لاندې دي.
هغه زیاته کړه، نن ۳۵ رواني ناروغان له یو کلنې درملنې او رغېدو وروسته بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای کېږي چې په یادو رغېدلو کسانو کې ۱۷ ښځې او ۱۸ نارینه دي.
د دلاور په خبره: «مظلومترین ناروغان زموږ او ستاسو دا عقلي او عصبي ناروغان دي، د دې لپاره الحمدالله په سره مياشت کې ښه خدمت روان ده.ِ»
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د کابل د روغتون مشر ډاکټر عبدالولي اتمانزي په نننيو مراسمو کې وویل چې دا مهال په ټول هېواد کې د ۶۸۸۵ رواني ناروغانو له ډلې ۷۹۰ تنه «داخل بستر» ناروغان تر درملنې لاندې دي.
د ده په وینا، په تېرو څلورو مياشتو کې د هېواد په کچه نږدې ۲۰۰ دا ډول ناروغانو تر درملنې او روغتیا وروسته خپلو کورونو ته استول شوي دي.
په افغانستان کې د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو د نړۍوال فدراسیون (اېاېفارسي) سرپرست میلن ګذدیویک په نننيو مراسمو کې وویل چې افغانان د تېرو څلوېښتو کلونو جګړو او ناخوالو له امله ډېر ځورېدلي او له دې ډلې ځيني يې پر رواني او عقلي ناروغيو اخته دي.
هغه زیاته کړه: «زموږ د اسیا پاسفیک زون مشر الکزاندر، کندهار کې رواني ناروغانو، په ځانګړي ډول د مېرمنو درملنې لپاره له خپلې بودجې ۱۰۰ زره سويسي فرانک (څه باندې ۸.۵ میلیون افغانۍ) مرسته کړې څو د هغوی درملنه په ښه ډول وشي.»
د رغېدلو کسانو په استازيتوب مولاداد وویل: «نن ډېر خوشاله یم چې ستاسو په منځ کې د یوه جوړ انسان په توګه ځان درپېژنم، ما کله چې دغه مرکز ته مراجعه وکړه، رواني ستونزه مې لرله، ژوند راته بېمعنا ښکارېده او داسې مې ګڼله چې بېرته عادي ژوند ته نه شم ګرځېدلی.»
هغه او دوو نورو کسانو چې یوه په دري او بل په انګليسي ژبه خپلې ويناوې وکړې، له افغانۍ سرې مياشتې یې مننه وکړه چې دوی ته یې د درملنې فرصت برابر کړی او پر ملي سوداګرو او نړۍوالو مرستهکوونکو هېوادونو او بنسټونو یې غږ وکړ چې د دې ډول ناروغانو درملنې په موخه سخاوتمندانه مرستې وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP