Language

بادغیس کې د ترافیکي پېښې له امله اته کسان ټپیان شوي

فیروزکوه (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۴): د بادغیس د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي چې دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله اته کسان ټپيان شوي دي.

د بادغیس د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، یاده پېښه پرون (شنبه) مازدیګر د قلعه‌نو – هرات لویې لارې اړوند بند سبزک سیمه کې شوې ده.

سرچینې لیکلي، په یاده پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اته کسان ټپیان شوي چې له ډلې یې درې کسان د درملنې په موخه هرات ولایت ته او پنځه نور د بادغیس ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

سرچینې د پېښې لامل د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي او د موټر لوړ سرعت بللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې اونۍ په وروستیو کې هم په سبزک لار کې د دوو مسافر وړونکو موټرونو د ټکر له امله ۱۴ کسان ټپیان شوي وو.