Language

هند او پاکستان په یو بې‌طرفه ځای کې پر خبرو اترو هوکړه کړې

کابل (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۴): د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وايي، هند او پاکستان د اوربند ترڅنګ هوکړه کړې چې هر اړخیزې خبرې اترې به پیلوي.

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پرون (شنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د هند او پاکستان ترمنځ مذاکرات به په یو بې‌طرفه ځای کې ترسره شي.

نوموړي ویلي: «په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ما او وینس له نریندرا مودي، شهباز شریف، د هند د بهرنیو چارو له وزیر سوبراهمانیام جایشانکار، د پاکستان له لوی درستیز عاصم منیر او د دواړو هېوادونو د ملي امنیت له سلاکارانو اجیټ دوال او عاصم او نورو لوړپوړو چاروکو سره خبرې اترې کړې دي.»

هغه زیاته کړې: «د دې په اعلانولو خوښ یم چې د هند او پاکستان دولتونو پر بېړني اوربند او د بېلابېلو مسئلو په اړه په یوه بې‌طرفه ځای کې د خبرو اترو د پیل لپاره هوکړه کړې ده.»

هغه له شهباز شریف او نریندرا مودي «د هغوی د تدبیر او ښه سیاست» له امله مننه کړې ده.

د یادونې ده، هند او پاکستان تېره ورځ د بېړني او بشپړ اوربند په اړه هوکړه کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.