Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پکتیکا ګیان ولسوالۍ کې د زلزله‌ځپلو لپاره زر نوي کورونه جوړ شول

ښرنه (پژواک، ۲۲ غويی ۱۴۰۴): د پکتیکا سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ د دغه ولایت ګیان ولسوالۍ کې زلزله‌ځپلو ته ۱۰۰۰ نوي کورونه جوړ او زیانمنو کورنیو ته وسپارل شول.

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۲ ميلادي کال د جون مياشتې په ۲۲مه نېټه په ګيان ولسوالۍ کې سختې زلزلې سلګونه کورونه ويجاړ کړل او د ماشومانو او مېرمنو په ګډون سلګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله په کې اوښتې وه.

د پکتيکا ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياسته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست تر چتر لاندې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ د دغه ولایت په ګیان ولسوالۍ کې زلزله‌ځپلو ته ۱۰۰۰ کورونه جوړ او تېره ورځ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې زيانمنو کورنيو ته وسپارل شول.

خبرپاڼه کې د پکتيکا د ګډوالو او راستنېدونکو چارو رییس مولوي حمدالله فاتح له قوله ويل شوي چې ياد کورونه په ګيان ولسوالۍ کې د ۲۰۲۲ ميلادي کال کې رامنځته شوې زلزلې زيانمنو کورنيو لپاره جوړ شول.

د هغه له قوله زياته شوې چې په يادو کورونو شاوخوا ۷.۸ ميليونه امريکايي ډالر لګښت راغلی چې ۲۰۰ کورونه يې څه موده مخکې بشپړ شوي و او ۸۰۰ نور يې تېره ورځ خلکو ته د ګټې اخيستنې لپاره وسپارل شول.

سرچينه زياتوي چې د يادو کورونو ترڅنګ يو روغتون او ښوونځی هم جوړ شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې زيانمنو کورنيو ته د يادو کورونو سپارلو په تړاو جوړه شوې غونډه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنري (يواېن‌اېچ‌سي‌ار) عمومي مسوول عرفات جمال ويلي چې د بې سرپناه افغانانو لپاره به د سرپناه برابرېدو دا لړۍ روانه ساتي.

خبرپاڼه کې راغلي چې زيانمنې کورنۍ د کورونو، ښوونځي او روغتون په جوړېدو خوښي څرګندوي او وايي چې په دې سره به يې د سرپناه، روغتيا او پوهنې برخه کې ستونزې حل شي.

د معلوماتو له مخې، جوړ شوي کورونه هر يو يې دوه خونې، دهليز او يو تشناب لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.