Language

بدخشان کې د بیروجو کان لوېدو پېښه کې درې کارګرو ژوند بایللی

فیض‌اباد (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۴): د بدخشان سیمه‌ییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په اشکاشم ولسوالۍ کې د بیروجو یوه کان لوېدو پېښه کې درې کان‌کېندونکو ژوند له لاسه ورکړی دی.

بدخشان کې له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ریاست کې طبیعي پېښو ته د رسېدنې امر محمد کامګار وايي چې دغه پېښه پرون ماښام د دغه ولایت د اشکاشم ولسوالۍ په «سفیداورینګ» سیمه کې هغه مهال شوې چې درې کسان د بیروج قیمتي ډبرې په استخراج لګیا وو.

هغه زیاته کړه چې د مړو شوو کسانو جسدونه له خاورو ایستل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ځيني بدخشاني ځوانان د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ له امله دغه ولایت کې زر مینځلو او په غیرقانوني ډول د قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو استخراج ته مخه کوي چې په ځینو مواردو کې د ژوند په بیه ورته تمامیږي.