Language

زلنسکي: چمتو یم چې له پوټین سره ترکیه کې وګورم

کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۴): وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین له ولسمشر وغوښتل څو له پوټین سره د مخامخ خبرو اترو وړاندیز ومني، زلنسکي وايي، چمتو دی چې له پوټین سره په ترکیه کې وګوري.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ویلي، له پوټین سره لیدنې لپاره چمتو دی.

نوموړي څرګنده کړې: «زه به پنج‌شبنه ترکیه کې پوټین ته په تمه یم. هیله‌من یم چې دا ځل روسیه پلمه ونه لټوي.»

هغه له اوکراین سره د مذاکراتو د بیا پیل لپاره د روسیه اقدام «مثبته نښه» بللې ده.

هغه څرګنده کړې: «موده کېږي چې ټوله نړۍ د دې شېبې په تمه ده او د هرې جګړې پای ته رسولو لپاره لومړی ګام اوربند دی.»

د یادونې ده چې پرون د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین ویلي وو چې د جګړې پای ته رسولو لپاره یې اوکراین ته د مخامخ خبرو وړاندیز کړی دی.

پوټین زیاته کړې وه چې د یادو خبرو اترو موخه باید د یوې دوامدارې سولې رامنځته کول وي.