Language

بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

فیض‌اباد (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۴): د بدخشان ځایي مسوولین وایي چې دغه ولایت کې په یوې ترافیکي پېښه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او درې کسان ټپیان شوي دي.

د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار وایي چې نن له غرمې مخکې د دغه ولایت د فیض‌اباد – کشم پر لویه لاره د «قره‌کمر» اړوند سیمه کې یو کرولا موټر له لنډکروزر موټر سره ټکر کړی دی.

د نوموړي په خبره، دغې پېښه کې یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.

هغه وایي چې ټپیان د لویو لارو پولیسو له خوا ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.