Language

پنجشېر کې د فوټبال سیالۍ د «عقابان» لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

پنجشېر (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۴): د فوټبال سیالۍ چې دوه اونۍ مخکې د ۲۲ لوبډلو په ګډون د پنجشېر ولایت په پریان ولسوالۍ کې پیل شوې وې، نن د «عقابان» لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د پنجشېر د بدنې روزنې او ورزش امر عبیدالحق ظهیر نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې یادې سیالۍ ورزش، په ځانګړې توګه فوټبال ته د ځوانانو د هڅونې او له ورزشکارانو د ملاتړ په موخه د ولسوالۍ په کچه ترسره شوې.

د هغه په وینا، یادو لوبو کې د پریان ولسوالۍ له بېلابېلو سیمو ۲۲ لوبډلو ګډون کړی و چې بالاخره «عقابان» لوبډلې خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو د دې پړاو سیالیو د اتلولۍ جام ترلاسه کړ.

هغه زیاته کړه چې د ورته پروګرامونو دوام کولای شي د ځوانانو ترمنځ د ورزش په وده او د ځايي اوسېدونکو ترمنځ د مثبت ټولنیزو اړیکو په ټینګولو کې اغېزمن رول ولري.

Related Topics