Language

خوست کې ناپېژانده کسانو یو تن وژلی

خوست‌ښار (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۳): د خوست امنیه قومانداني وايي، په دغه ولایت کې ناپېژانده کسانو یو «ریکشه چلوونکی» وژلی دی.

د خوست امنیه قوماندانۍ ویاند، طاهر احرار، پژواک خبري آژانس ته وویل چې دا پېښه نن سهار شاوخوا ۴:۳۰ د خوست ښار د لرګیو په اډه کې شوې ده.

هغه وویل چې دغه ریکشه چلوونکی د چاقو په څو ګوزارونو وژل شوی او بیا یې سر پرې شوی دی.

نوموړی زیاتوي، د وژل شوي کس د کورنۍ غړو پولیسو ته ویلي چې هغه له هېچا سره شخصي دښمني نه لرله.

د خوست امنیه قومانداني وايي، هڅه کوي د پېښې عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.